دقربانی مسائل  – ۱ –

دقربانی مسائل  – ۱ –

د الله د رضا لپاره قربانی کول زښت زیات ثواب لری. رسول الله ﷺ فرمايلي دي:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِیَ اللهُ عَنهَا، أَنَّ رَسُولَ اللهِ ﷺ قَالَ: مَا عَمِلَ آدَمِيٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ، إِنَّهُ لَيَأْتِي يَوْمَ القِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلَافِهَا، وَأَنَّ الدَّمَ لَيَـقَـعُ مِنَ اللهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ، فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا.
(ترمذی شریف: حدیث ۱۴۹۳ او ابن ماجه شریف: حدیث ۳۱۲۶)

د قربانی په ورځوو کې د الله تَبَارَک وَتَعَالَی  په نزد له قربانی نه بل هیڅ عمل غوره ندی.
قربانی په هغو ورځو کې له ټولو اعمالو څخه بهتره دی. (یعنی د قربانی ثواب پرته له فرایضو او واجباتو له بل هر نفلی عمل څخه زیات دی ) او د قربانی پر مهال چې هر څاڅکی وینه، پر زمکه غورځیږي، وړاندې له دې چې زمکې ته ورسیږی د الله (جَلَّ جَلَالهُ) په نزد قبلیږي. لهذا په خوښي سره قربانی وکړئ او زیاته قربانی وکړئ»
همدا راز آنحضرت ﷺ فرمایلی دي: قَالَﷺ : بِكُلِّ شَعَرَةٍ مِنَ الصُّوفِ، حَسَنَةٌ.
(ابن ماجه شریف: حدیث ۳۱۲۷ او مسند احمد: حدیث ۱۹۲۸۳)
«د قرباني د څاروي د بدن د هر ويښته په مقابل کې د قرباني کونکي لپاره یوه نیکی لیکل کیږی».

سبحان الله!
لیږ سوچ وکړئ چې له دې هم کوم ستر ثواب شته چې یواځې د یوې قربانۍ په بدل کې دې یو انسان په سلګونو زره نیکي په لای راوړی. که چیرې یو څوک را ولاړ شی او د قرباني د څاروي د بدن ويښتان له سهار نه تر ماښامه پورې وشمیری، بیا هم نشی کولای چې هغه ټول وشمیری. نو له دغه ځایه یې قياس کړي چې یو قربانی کونکی څومره اندازه ثواب تر لاسه کوی.
دین داری په دې کې ده که چیرې پر کوم چا باندې قربانی واجب هم نه وي، خو بیا هم هغه د دغه بی حسابه ثواب د حاصلولو لپاره
قربانی وکړی، ځکه که چیرې د قربانی دغه ورځې تیرې شی، بیانو نور دغه ستر نعمت د چا په برخه نه کیږی او څوک هم په آساني سره دومره نیکی نشی تر لاسه کولای.
که چیرې الله تَبَارَک وَتَعَالَی  چا ته مال او ثروت ورکړی وي، د هغه لپاره مناسب ده دا چې د ځان له طرفه قربانی وکړی، بهتره به دا وي چې له دې سره سره د خپلو هغو خپلوانو له طرفه هم قربانی وکړی چې وفات شوي دی لکه مور، پلار، او نور…. تر څو دا ستر ثواب د هغوي ارواګانو ته هم ورسیږی. او همدا شان که کولای شی د رسول الله ﷺ له طرفه د هغه د ارواحو مطهراتو له لورې دې هم یوه قربانی وکړی
د خپل شیخ او استاذ له طرفه د هم قربانی وکړي. که چیرې د دې وړتیا نلری نو کم لکمه دې د ځان له طرفه یوه بربانۍ حتما وکړی
ځکه قربانی په مالداره کس باندې واجب ده.

څلویښت حدیثونه. دوه ويشتم او در ويشتم حدیث

څلویښت حدیثونه. دوه ويشتم او در ويشتم حدیث

حضرت رسول الله ﷺ فرمایی:

(۲۲) لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ لَا يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ.
ترجمه: هغه څوک چې ګاونډي یې له آزار او اذیت څخه په امان کې نه وي جنت به نځي.

(بخاری: حدیث ۶۰۱۶ | مسلم: حدیث ۴۶)

حضرت رسول الله ﷺ فرمایی:

(۲۳) لَا تَبَاغَضُوا وَلَا تَحَاسَدُوا وَلَا تَدَابَرُوا وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَانًا.
ترجمه:
له یو بل سره کینه او بغض مه کوی، حسادت مه کوي، او له یو بل څخه اعراض او لریوالی مه کوي، بلکه د الله د بندګانو په څیر له یو بل سره په ورولي کې ژوند وکړئ.

(بخاری: حدیث ۶۰۶۵ | مسلم: حدیث ۲۵۵۸)

د جمعې د ورځې سنت اعمال

‏د جمعې د ورځې سنت اعمال  :

1- الإغتسال: غسل کول .
2- التطيب: عطر او خوش بوي کارول.
3- لبس الجميل:ښکلي او پاکې جامې اغوستل.
4- التسوك:مسواک وهل.
5- التبكير إلى المسجد: تر جومات پورې تکبیر ویل …….
6- الذهاب مشياً للمسجد: جومات ته پلی تلل.
7- قراءة سورة الكهف: د سورة الکهف تلاوت.
8- الإكثار من الدعاء: زیان دعا کول.
9- القرب من الإمام: امام ته نږدې کښېناستل.
10- الإنصات إلى الخطبة: د خطبې په وخت کې چوپ کېدل یعنی غوږ نیول.
11- عدم تخطي الرقاب: د مونځ کونکو پر اوږو نه اوښتل ………
12- الصلاة على نبينا ﷺ.: درود ویل ….

څلويښت حدیثونه

څلويښت حدیثونه

      (( اتلسم او نولسم حدیث))

حضرت رسول الله ﷺ فرمایی:
(۱۸) الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ.
ترجمه: مسلمان د مسلمان ورور دی.

(بخاری: حدیث ۲۴۴۲ | مسلم: حدیث ۲۵۶۴)

حضرت رسول الله ﷺ فرمایی:
(۱۹) لاَ یؤْمِنُ عَبْدٌ حَتَّى یُحِبَّ لِأَخِیهِ مَا یُحِبُّ لِنَفْسِهِ.
ترجمه: هیڅوک تر هغه وخته پورې کامل مسلمان نشی کیدلی کوم څه چې د ځان لپاره خوښوي د خپل مسلمان ورور لپاره
یې هم خوښ نکړي.

(بخاری: حدیث ۱۳ | مسلم: حدیث ۴۵)