دین د دارالکفر د سیاست په چوپړ کې؟ (د پاکستان د دولتي نظام همغږي علماوو دریځ د دارالاسلام افغانستان پر وړاندې)

دین د دارالکفر د سیاست په چوپړ کې؟ (د پاکستان د دولتي نظام همغږي علماوو دریځ د دارالاسلام افغانستان پر وړاندې)

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

د مولانا فضل‌الرحمن وروستۍ څرګندونې او د «وحدت امت پاکستانی» تر سرلیک لاندې غونډه، تر هغه زیات چې د امت دفاع وي، د پاکستان د وابسته پوځي–سیاسي نظام لپاره د دیني مشروعیت جوړولو هڅه ده؛ هغه نظام چې کلونه کېږي د امریکا په تګلاره روان دی او نن د ولسي فشار د کمولو لپاره د دین له نومه کار اخلي.

اصلي پوښتنه دا ده:

که پر افغانستان برید «د توجیه وړ نه دی»، نو ولې د تجاوز ریښه نه ښودل کېږي؟

ولې د دارالکفر د تیري کوونکي جوړښت پر ځای، موضوع د «کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلاف» ته راکمول کېږي؟

ایا دا مساوي اړخونه دي، که پر دارالاسلام د یوه وابسته نظام فشار؟

دین د ولس د ارامولو لپاره؟

دا ډول ناستې په عمل کې د ولس د غوسې د مهارولو دینی وسیلې دي؛ نه د حق لپاره، نه د شریعت د حاکمیت لپاره، بلکې د دې لپاره چې:

• تجاوز «سوء تفاهم» وښودل شي؛

• وابستګي «سیاسي مصلحت» ونومول شي؛

• او د دارالاسلام خپلواکه دریځ «تنش‌زوونکی» معرفي شي.

کله چې علما د حق تر څنګ ودرېږي نه، بلکې د دولت د ګټو په چوکاټ کې خبرې کوي، پایله یې د امت ګمراه کول او د شریعت معیار کمزوری کول دي.

امت که د سیاست جوړ شوی نوم؟

د «امت پاکستانی» اصطلاح دلته خپله د پوښتنې وړ ده.

امت په اسلام کې د عقیدې او شریعت پر بنسټ ولاړ دی، نه د استعمار پر کرښو، نه د امنیتي ډکترینونو پر اساس.

کله چې شریعت شاته شي او د امریکا غوښتنې مخ ته راشي، د «امت» نوم یوازې تش سیاسي پوښ پاتې کېږي.

دارالاسلام افغانستان؛ سره کرښه

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان، سره له سختو فشارونو، د کفري امنیتي تړونونو منلو ته غاړه نه ده ایښې او خپل عقیدتي استقلال یې نه دی پلورلی.

همدا استقلال د فشار پروژې ته زور ورکړی او هم‌مهاله یې د هغې خوا د دیني مشروعیت بازار ګرم کړی.

پایله. روښانه دریځ

• موضوع «دوه‌اړخیزه شخړه» نه ده؛ بلکې د یوه وابسته نظام فشار پر یو خپلواک دارالاسلام دی.

• موضوع «خبرې اترې» نه دي؛ بلکې د امریکایي امنیتي چوکاټ تپل دي.

• او تر ټولو لوی خطر، جګړه نه ده؛ بلکې د دین تحریف د وابستګۍ د توجیه لپاره دی.

دارالاسلام افغانستان دا سناریو پېژني، او ویښ امت د دیني نصیحت او سیاسي مشروعیت‌سازۍ ترمنځ توپیر ښه درک کوي.

د امریکا، لوېدیځ او صهیونیزم د تجاوزاتو پر وړاندې د بیدارۍ خبرتیا

  د امریکا، لوېدیځ او صهیونیزم د تجاوزاتو پر وړاندې د بیدارۍ خبرتیا

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

نننی نړۍ یو خطرناک پړاو ته ننوتې ده؛

هغه پړاو چې پکې قانون، انسانیت، بشري حقونه او د هېوادونو سرحدونه یوازې تش شعارونه ګرځېدلي او د زورورو د ګټو لپاره کارېږي.

عبدالله عزام، د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس، په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی چې نړیوال نظام د قانون له چوکاټه وتلی او د ځنګل بڼه یې خپله کړې ده؛ داسې نظام چې یوازې د زور، فشار او تحمیل منطق پېژني.

  د اوسني نړیوال نظم رښتینی څېره

امریکا، لوېدیځ او نړیوال صهیونیزم: ▪️ قانون یوازې هغه وخت مني چې د دوی په ګټه وي

▪️ د «بشري حقونو» تر نوم لاندې تحریم، فشار او مداخله توجیه کوي

▪️ خپلواک ملتونه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشار لاندې راولي

هغه څه چې نن په ونزویلا کې روان دي، د همدې تګلارې روښانه بېلګه ده؛ او سبا دا فشار هر خپلواک هېواد ته ورسېدای شي.

  ملتونو ته ښکاره پیغام

د معاصر تاریخ تجربه ښيي:

• کمزوري ملتونه قرباني کېږي

• اقتصادي او سیاسي وابستګي، خپلواکي له منځه وړي

• د زورورو په وعدو باور، ستراتیژیکه تېروتنه ده

په داسې نړۍ کې چې قانون د قدرت تابع شوی،

یوازې هغه ملتونه خوندي پاتې کېږي چې آګاه، خپلواک او پر خپل توان ولاړ وي.

  د آزادو ملتونو مسئولیت

ملتونه باید: ▪️ د لوېدیځ د ښکلو خو تشو شعارونو ښکار نه شي

▪️ خپل سیاسي او اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي

▪️ د فشار او تحمیل پر وړاندې متحد او هوښیار واوسي

ځکه په دې نړۍ کې،

هغه څوک چې د ځان د ساتنې توان ونه لري، د زورورو د معاملې موضوع ګرځي.

 پایله

دا د جګړې بلنه نه ده؛

دا د بیدارۍ، ځان‌بسیا کېدو او سیاسي هوښیارۍ غږ دی.

نننۍ نړۍ د ساده‌ګۍ نړۍ نه ده.

یا ملتونه حقیقت درک کوي او ځان پیاوړی کوي،

او یا د داسې نظام قرباني کېږي چې رحم نه پېژني.

په دارالکفر پاکستان کې د «شریعت» نمایشي چیغې

په دارالکفر پاکستان کې د «شریعت» نمایشي چیغې

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

یو ځل بیا د پاکستان هغه در‌باري، خائن او پلورل شوي ملایان او مفتیان چې د اسلامي نوم لاندې د سیاسي ګوندونو مزدوران دي، په یوه مطبوعاتي کنفرانس او نمایشي غونډه کې راټول شوي او د شریعت د تطبیق شعار ورکوي؛

په داسې حال کې چې پاکستان له بنسټه دارالکفر دی، د انګریز په قانون جوړ شوی او تر ننه د امریکا غلام او تابع پاتې دی.

دا کسان – لکه مولانا فضل‌الرحمن او حکومتي مفتیان – نه د امت علما دي او نه د دین استازي؛ بلکې د کفر د نظام دینی ساتونکي دي. هغه خلک چې کلونه کلونه د فاسدو حکومتونو، پوځ، استخباراتو او سفارتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، خو اوس چې پاکستاني لاسپوڅی حکومت په سیاسي، ولسي او مشروعیتي بحران کې ډوب شوی، ناڅاپه د «شریعت الله» خبرې کوي.

  •  شریعت د کفر د ژغورنې وسیله

دوی شریعت د الله لپاره نه غواړي،

بلکې د نړېدونکي طاغوتي نظام د ژغورلو لپاره یې شعار ګرځولی.

کله چې:

• ولس نور دا حکومت نه مني،

• پوځ د ظلم او خیانت سمبول ګرځېدلی،

• او ملت د امریکایي غلامۍ پر ضد راپورته شوی،

نو همدا درباري ملايان را وړاندې کېږي تر څو د دین په نوم: 👉 د امت غوسه سړه کړي

او د کفر نظام ته عمر ورکړي

  • ښکاره دروغ او لوی تناقض

پوښتنه روښانه ده: په داسې پاکستان کې چې:

• قانون یې انګلیسي دی،

• اقتصاد یې ربوي دی،

• پوځ یې د امریکا تابع دی،

• سیاست یې د کفارو په لاس کې دی،

شریعت څنګه تطبیقېږي؟

ایا دا علما نه پوهېږي چې:

• شریعت د استعمار له اساسي قانون سره نه جمع کېږي؟

• شریعت د امریکا او انګریز له غلامۍ سره نه درېږي؟

• شریعت د طاغوت تر واک لاندې یوازې نمایش او دوکه ده؟

که پوهېږي، نو قصداً دروغ وایي؛

او که نه پوهېږي، نو د علم دعوه یې دروغ ده.

  •  د پاکستان تاسیس؛ د امت پر ضد د انګریز توطئه

د پاکستان جوړېدل د اسلام بریا نه وه؛

بلکې د انګریز استعماري دسیسه وه، تر څو:

• د هند مسلمانان ووېشي،

• د هغوی ځواک مات کړي،

• او تلپاتې غلامي ورباندې تحمیل کړي.

پاکستان له لومړۍ ورځې:

نه دارالاسلام و

نه خپلواک و

نه د شریعت حاکم و

بلکې د سیمې لپاره د کفر د ګټو اډه وه.

  •  مولانا فضل‌الرحمن؛ د منظم خیانت نښه

مولانا فضل‌الرحمن د هغو ملایانو نښه ده چې:

• دین یې د قدرت زینه کړه،

• له هر فاسد حکومت سره ولاړ شول،

• او هیڅکله د امت ترڅنګ و نه درېدل.

دی نه د اسلام استازی دی

او نه د مسلمانانو غږ؛

بلکې د کفر د نظام دینی سپر دی.

  •  روښانه پایله

شریعت:

• په مطبوعاتي کنفرانس نه تطبیقېږي

• د درباري علماوو په خوله نه راځي

• د دارالکفر تر واک لاندې نه قائمیږي

تر ټولو خطرناک خلک د اسلام لپاره: نه ښکاره دښمنان،

بلکې همدا پلورل شوي ملايان دي.

د مسلمان وطن، عقیده او دارالاسلام دی؛ نه د سایکس–پیکو پوله‌بندي

د مسلمان وطن، عقیده او دارالاسلام دی؛ نه د سایکس–پیکو پوله‌بندي

سید قطب رحمه‌الله هغه حقیقت څرګند کړی و چې نن، د امت د ټوټه‌ کېدو له یوې پېړۍ وروسته، تر هر بل وخت ډېر روښانه او ژوندی دی:

د مسلمان وطن نه هغه خاوره ده چې د استعمار په خط‌کشو ویشل شوې وي، نه هغه جعلي بیرغونه دي چې وړې وړې دولتونو ته جوړ شوي دي؛ د مسلمان ریښتینی وطن د هغه عقیده او هغه خاوره ده چې د الله شریعت په کې نافذ وي.

خو نن امت په هغه حالت کې ولاړ دی چې کفري استعمار ورته جوړ کړی دی:

د مسلمانانو ځمکې یې ټوټې ټوټې کړې، پوله یې پرې رسم کړه، ملتونه یې له یو بل څخه جلا کړل، او د دې سترې خیانت نوم یې “وطن” کېښود. همدا هغه تور او خاینانه سایکس–پیکو نقشې وې؛ هغه نقشې چې موخه یې دا وه: مسلمان نور “امت” نه وي، بلکې “کشور” شي؛ نور “دارالاسلام” و نه لري، بلکې پوله ولري؛ نور د الله لپاره جهاد ونه کړي، بلکې د رنګارنګ بیرغونو او وارداتي ملی‌گرایی لپاره وینه توی کړي.

نن چې د مسلمانانو وینه په فلسطین، شام، یمن، لیبیا، قفقاز او نورو سیمو کې بهیږي، ډېری لا هم د همدې جعلي پولو بندیان دي، او هیر یې کړي چې اسلام وطن په پاسپورت نه سنجوي، بلکې په د الله د شریعت په حاکمیت سره یې پیژني.

امت هغه وخت عزت، قوت او وحدت درلود چې د “دارالاسلام” په مفهوم باورمن و؛ او هغه ورځ راولوېده چې د سایکس–پیکو کرښې یې په زړونو ومښل شوې، او نظرونه یې له “امت” څخه “تابعیت” او له “اسلامي هویت” څخه “استعماري بیرغونو” ته واوښتل.

نن تر بل هر وخت ډېر، د سید قطب هغه خبره باید بیا تکرار شي:

د مسلمان وطن هماغه ځای دی چې د الله شریعت پکې نافذ وي. او هر بل تصور د جاهلیت زېږنده دی.

جاهلیت یعنې هغه فکري او سیاسي حالت چې په نننۍ ژبه ورته وايي:

شرک، کفر او سکولاریزم—

یعنې هغه نظام او فکر چې د الله د حکم پر ځای د بشر قانون ته حاکمیت ورکوي.

په ټکو کې لنډه معنا:

جاهلیت = هر هغه نظام، فکر یا هویت چې د انسان قانون د الله له حکم څخه لوړ ګڼي.

د پاکستان د دارالکفر(طاری) مداخلت او د اسلامي فتوا خپلواکي: د کورني کفارو پر ضد فتوا

د پاکستان د دارالکفر(طاری) مداخلت او د اسلامي فتوا خپلواکي: د کورني کفارو پر ضد فتوا

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

د پاکستان د دارالکفر(طاری) د هیئت په څرګنده بې‌شرمۍ غوښتنه وکړه چې د افغانستان د دارالاسلام امارت اسلامي (طالبان) فتوا صادر کړي څو په پاکستان کې روانه جګړه ناجایزه او ناروا وښيي. دا اقدام نه یوازې د اسلامي فتوا خپلواکي ښکاره سپکاوی دی، بلکې د شریعت تحریف او د مسلمانانو په چارو کې د بې‌شرمانه مداخلت څرګند هڅه ده.

رحمت‌الله نجیب، د امارت اسلامي د کورنیو چارو وزارت مرستیال، په صراحت وویل چې د پاکستان د جګړې مشروع یا غیرمشروع ګڼل د افغانستان د دارالاسلام امارت اسلامي سره هیڅ تړاو نلري او د امارت اسلامي دارالفتوا په خپلواکه توګه او د شرعي احکامو پر اساس فتوا صادره وي.

مهمه او روښانه موضوع داده چې په خپله پاکستان کې علماوو او دارالفتوا پر کفري نظام فتوا صادره کړې او د اشغالګرو او کفري واکمنانو پر ضد جهاد مشروع او جایز ګڼلی دی. نو له همدې امله، د پاکستان ادعا چې غواړي فتوا پر افغانستان تحمیل کړي، نه یوازې بې‌اساسه ده، بلکه د پاکستان د فقهي او شرعي واقعیتونو سره په بشپړه تضاد کې ده.

هېڅ اداره حق نه لري چې وټاکي کومه فتوا باید صادره شي؛ فتوا یوازې د شریعت او حقیقت پر اساس صادرېږي او سیاسي مصالح یا بهرني فشارونه باید پرې اغیز ونلري.

نن د هر وخت نه زیات روښانه ده چې فقهي خپلواکي او په صداقت سره د شرعي احکامو صادرول د امت اسلامي سرحد دی او هېڅ ځواک حق نه لري چې دا سرحد مات کړي. د پاکستان د کفارو مداخلت او د دوی په څېر کارونه نه یوازې مشروعیت نلري، بلکې د دوی د اخلاقي او سیاسي کمزورتیا څرګندونه کوي.

د پاکستان د  دارالکفر خیانتکار حکومت؛ د محتوم سرنوشت

د پاکستان د  دارالکفر خیانتکار حکومت؛ د محتوم سرنوشت

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

ای امت بیدار شئ! هغه څه چې نن په پاکستان کې پېښېږي، نه یو ساده پېښه ده او نه د لحظوي بې‌تدبیري نتیجه ده. دا هماغه د ذلت او عزت پلورلو لاره ده چې مخکې په افغانستان کې مو ولیده؛ د مرتدینو  ډیموکراسي حکومت، د حامد کرزي او اشرف غني او ربانی سبغت الله مجددی  شیخ سیاف په نوم، چې د کفارو سره د معاملې په بدل کې د ملت استقلال او اسلام  په تاراج ورکړ.

دا سرنوشت محتوم دی؛ د ریاکارانه سیاست، نرمې تابعیت، او د اجنبیو په وړاندې بشپړ تسلیم محصول دی. نن هغه کسان چې سفارتونو ته موسکا کوي او د امت عزت په سیاسي بازارونو کې پلوري، سبا به هماغسې رسوا، مفتضح او بې‌اعتباره په تاریخ کې پاتې شي.

له ځان څخه وپوښتئ: کوم څه دا سقوط تېزوي؟

د فساد او د بیت‌المال غلا ته سترګې پټول؛

امنیت او سیاست د اجنبیو لاس ته سپارل؛

د غرب سکولاریزم او بې‌حده عقیدتي سیاست رواجول؛

د شریعت، د الله قانون نه پلي کول؛

او د علماوو او هوښیار خلکو چوپتیا د خیانتکارانو په وړاندې.

نتیجه واضح ده: هر حکومت چې د اسلام عزت په بدل کې د بې‌ثباته بهرنیو مرستو او ژمنو معامله وکړي او د شریعت پلي کولو ته پام ونکړي، په تاریخ کې د خاین او مرتد حکومت په توګه ثبتېږي. لکه څنګه چې کرزي او غني نن په تاریخ کې د ننگ نوم لري، د «کافرستان پاکستان» راتلونکی هم پرته له دې رسوایی نه دی — تر هغه چې موږ بیدار نشو او د خیانت مخه ونیسو.

موږ چیغې کوو: حقیقي عزت بیرته راوګرځوئ! اسلامی استقلال بیرته راوګرځوئ! د شریعت، د الله قانون پلي کول سرلوحه وګرځوئ! خیانتکار مسئولین رسوا کړئ! د دین او اسلام  معامله کوونکي محاسبې ته راکاږئ! هر ملت چې غواړي د ورته سرنوشت څخه وژغورل شي، باید نن اقدام وکړي: پوهاوی جوړ کړي، علماو ته وده ورکړي او واکداران مجبور کړي چې حساب ورکړي — نه دا چې د سلطه‌ګرو په وړاندې تسلیم شي.

ان‌شاءالله چې د دې خیانتکارانو د ټول اسلامی خاوریکی  پای رسوایی او سقوط وي او اسلامي امت بیا خپل عزت او استقلال ترلاسه کړي.

په قنیطره؛ د اسرائیل خباثت او د شام د مزدورانو چوپتيا

په قنیطره؛ د اسرائیل خباثت او د شام د مزدورانو چوپتيا

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

په هغه ورځو کې چې خلک د سوریې په ټاکنو بوخت دي، اشغالګر صهیونستان بیا خپله خبیث څېره ښودلې.

په جباتا الخشاب کې د هوايي بریدونو او د لوګی بمونو په کارولو سره یې بزګران ویریولي او ترې اړ کړي چې خپلې ځمکې پرېږدي — هماغه کړنه چې په فلسطین کې د اتیا کلونو په اوږدو کې ترسره شوه، اوس د سوریې په جنوب کې هم تکرارېږي، تر څو د سوریې ځمکې غصب کړي او د «لوی اسراییل» لپاره لار هواره کړي.

همدارنګه اشغالګرو اعلان وکړ چې په جنوبي سوریه کې عملیات کړي، ډېر سوري سرتېري یې نیولي او د پوځ د وسلو او تجهیزاتو زېرمه یې ضبط کړې.

اوس پوښتنه دا ده — اسرائیل باید کوم خباثت ترسره کړي تر څو د سوریې حکومت عکس‌العمل وښيي؟!

الله تعالی په کتاب کې فرمایي:

وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا (۴)

موږ اوس د هغه فساد او سرکشي تکرار په شام کې وینو — خو دا ځل نه یوازې د صهیونستانو له‌خوا، بلکې د دمشق د حکومت د کمزورتیا او د جولاني په څېر د خاینانو د خیانت له امله هم دی.

ای د شام خلکو!

خبر اوسئ چې اصلي دښمن ستاسو په منځ کې نه دی؛ دښمن هغه کسان دي چې د اسلام جامه اغوستې، خو د امت پر ضد کار کوي.

جولاني (احمد الشرع) هغه څوک دی چې د جهاد نوم یې لوړه کړی، خو عمل یې د امریکا او اسرائیل په ګټه تمامېږي. هغه د علماوو زنداني کوونکی، د مجاهدینو د نوم بدوونکی او د مقاومت د لارې بندوونکی دی.

مشر: د ملتونو د عزت یا ذلت ترازو

مشر: د ملتونو د عزت یا ذلت ترازو

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

وايي:

که د زمرو يوه رمه مشري د یوه ميږي يا پسې په لاس کې وي، نو انجام يې ماتي، سپکوالی او بربادي ده؛ خو که د پسونو يوه رمه مشري يو زمرى وکړي، نو حتمي بریاليتوب به يې نصيب شي.

دا يوه تشبيه نه ده، بلکې د امتونو د تاريخ يو ريښتينی حقيقت دی. هرڅومره چې يو ملت باتور، باهوشه او د ايمان څښتن وي، خو که مشري يې د يو بزدله، خائنه او غلي انسان په لاس کې وي، نو نه به سر لوړ کړي، نه به ازاد شي. ځکه چې مشر د امت محرک قوت دی، که دا قوت مړ او فاسد وي، نو ملت به هم بې هدفه، بې روحه او بې عزم وي.

احمد الشرع، چې ځان ته “ابو محمد الجولاني” وايي، او نن د شام په يوه برخه واکمن دی، د هماغه پسه مثال دی چې د زمري پوستکی يې اغوستی دی. هغه چې يو وخت يې د جهاد، عزت او خلافت نارې وهلې، نن يې خپل اصلي مخ ښکاره کړی: هغه د فلسطين د ماشومانو پر فريادونو غوږ نه ږدي، د شام د مجاهدينو مخه نيسي چې د غزې مظلومو ته د مرستې لاس ورکړي، او د جولان سرحد د ناتو او امريکا په امر بند ساتي.

جولاني نن حوثيانو، حزب الله او د عراق مقاومت ته لاره خلاصه نه کوي، خو د ناتو د پاليسيو سره سم خپل مجاهدين مهاروي. آيا دا بله معنا لري پرته له دې چې نوموړی د ترکيې، امريکا او ناتو يو اجير دی؟ آيا څوک چې د اسرائيلو په وړاندې چوپ وي، د امت مشري کولی شي؟

د شام خلک بهادر دي، عزتمن دي، قرباني ورکوي، خو تر هغو چې يې مشر يو غلام، بزدله او معامله‌ګر وي، بريا ناشونې ده. ځکه د هغوی مشر د غزې د وير په وړاندې خاموش دی، خو د انقرې او واشنګټن نعرې په خوله لري.

ای د شام مسلمانانو! تر هغو چې زمريان د پسونو تر مشرۍ لاندې وي، غړاوی به يوازې په شعارونو کې وي، عمل به د دښمن په خدمت کې وي. او تر څو چې احمد الشرع غوندې خلک پر تخت وي، د قدس لاره به نه له شامه، بلکې له هغو وينو تيريږي چې د غزې په کوڅو کې د مظلومو شهيدانو څخه تويېږي.

حی علی الجهاد… زموږ اتحاد چیرته دی؟

حی علی الجهاد… زموږ اتحاد چیرته دی؟

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

نن ورځ د هغو درزي اقلیت وګړو له لورې چې د اشغالګر صهیونيستي رژیم تر واک لاندې ژوند کوي، داسې د غیرت او اتحاد یوه صحنه راڅرګنده شوه چې باید د هر مسلمان ضمیر پرې ولړزېږي.

د اسرائیلو درزي مذهبي مشرانو خپلو پیروانو ته د سوریې د رژیم پر ضد د جګړې فتوا ورکړه، او سلګونه درزي وګړي پرته له وسلې، یوازې په خالي لاس او کلک هوډ سره د جولان سرحد ته د پیاده تګ لاره ونیوله. دا خلک نه له رسنیو ملاتړ لري، نه د نړېوالو سیاستوالو، او نه هم له اسلامي حکومتونو، خو غیرت لري او د یو هدف لپاره ولاړ دي.

د صهیونيستي پوځ له وهلو، نیولو او خنډونو سره سره، دوی سرحدونه مات کړل، او ځانونه یې د سوریې سویدا ښار ته ورسول. هممهاله، په درعا ولایت او د دمشق په جرمانا سیمه کې هم درزيان د حکومت پر وړاندې وسلو ته لاس کړ، قیام یې وکړ. حتی د لبنان درزيانو هم د لبنان او سوریې ترمنځ سړکونه بند کړل او ډېرو ځانونه درعا ته د جګړې لپاره ورسول.

خو موږ مسلمانان چیرته یو؟

موږ چې په زرګونو جوماتونه، په میلیونو دیني کتابونه، او سلګونه اسلامي تلویزیوني شبکې لرو… موږ چې هر اذان کې وایو: «حي علی الجهاد» – خو عمل مو د قومونو، ژبو، فرعو، او فرقه‌ګرايي قرباني شوی دی.

موږ عرب او عجم، سني او شیعه، پښتون او ترک، افغان او عرب ته سره ویشلي یو؛ هره ورځ یو بل ته د شک او توهین په نظر ګورو، خو دښمن دا هر څه خنداواره تماشا کوي او موږ یو یو له منځه وړي.

ایا شرم نه کوو؟

زموږ اتحاد چیرته دی؟ زموږ غیرت چیرته دی؟ هغه «امت واحده» چې قرآن یې یادونه کوي، چیرته ده؟ آیا دا هم باید درزي لږکیو موږ ته د اتحاد، قیام او غیرت درس راکړي؟

حي علی الجهاد… خو جهاد مو چیرته دی؟ اتحاد مو چیرته دی؟

د ابو محمد جولاني ښکاره خيانت او د صهيونيستي پلان سناريو په جنوبي سوريه کې

 د ابو محمد جولاني ښکاره خيانت او د صهيونيستي پلان سناريو په جنوبي سوريه کې

موږ کلونه کېږي چې دا فرياد کوو او خلک راویښوو:

ابو محمد جولاني نه جهادي مشر دی، نه د امت وفادار زوی؛ بلکې یو مزدور او خائن دی.

هغه د ترکیې د سیکولر دولت له لارې، چې د ناټو غړی او د امریکا و اسرایلو وفادار شریک دی، کنټرولېږي او رهبري کېږي.

د دروزیانو سره د جګړې دروغ

په دې وروستیو کې چې د جولاني تر واک لاندې ډلې د سوېدا او درعا په سیمه کې له دروزي ملیشو سره نښته وکړه، دا جګړه یو ساختګي، دروغجن او سناریو جوړ شوی شخړه وه.

دا یوه ډرامه وه چې له وړاندې د امریکا، اسرایلو، او ترکیې له خوا پلان شوې وه، تر څو جولاني ته دا پلمه ورکړي چې د “یاغیانو پر ضد عملیات” تر نامه لاندې، هغه مخلص مجاهدین چې تر اوسه یې د هغه له نفوذ ځان ساتلی، له منځه یوسي.

د اهل سنتو پر وینه لوټ

خو له دې سناریو نه هم بده او خطرناکه خبره دا وه، چې خپله جولاني خائن د دروزیانو د خوشحالۍ او د خپلو نړیوالو بادارانو د خوښۍ لپاره، د اهل سنتو له وینې، مال، عزت او ناموس څخه لاس واخیست!

ایا دا د اهل سنتو مشر کار دی؟

ایا غیرت، عزت او دین اجازه ورکوي چې د ځان د قدرت لپاره، د امت د مظلومو وینو نه سترګې پټې شي؟

ځواب واضح دی: نه!

نو ځکه وایو چې:

په دې خائن بې‌غیرته کې د اسلامي غیرت او شرافت ذرّه هم نه لیدل کېږي.

جولاني؛ د امت پټ دښمن

جولاني په عمل کې ثابته کړې چې نه د اسرایلو سره جګړه لري، نه له ناتو سره، نه له دروزیانو سره.

اصلي دښمن یې هغه مؤمن، مجاهد، او مخلص مسلمان دی چې له خيانت، مصلحت‌فروشي او کفري پروژه‌ګانو سره معامله نه کوي.

نن روښانه ده چې یو لوی او خطرناک پروژه په سیمه کې روانه ده:

یو سرطاني دهلیز له تل‌ابیب نه تر قامشلي پورې

یو ناوړه اتحاد د صهیونیست، ناتو او کردي اجیرو ځواکونو ترمنځ

او جولاني، د دې خطرناک سناریو یوه کلیدي برخه ده.

امت باید ویښ شي!

خائن باید وپېژندل شي، د دروغو شعارونو او ساختګي جګړو فریب باید ونه‌خوري.

رښتینی مقاومت د الله پر توکل، صداقت، عزت او وفادارۍ باندې ولاړ وي، نه پر خيانت، معامله، او اجاره‌دارۍ.