د «ردالظلم» عملیات د قانوني دفاع په توګه

د «ردالظلم» عملیات د قانوني دفاع په توګه

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

د دارالکفر (پاکستان) د حملو په غبرګون کې، د دارالاسلام افغانستان اسلامي امارت حکومت د «ردالظلم» عملیات پیل کړل. دا اقدام د دفاعي ځواب په توګه او د افغان ملکي وګړو د وینې بهونې په غبرګون کې ترسره شو. د دغه عملیات موخه دا وه چې د افغانستان د هوایي حریم څخه سرغړونه او د افغانانو وینه تویول بې ځوابه پاتې نشي. د اسلامي حاکمیت د ساتنې لپاره نور اقدامات هم د اجرا په حال کې دي.

د خلکو مثبت غبرګون او د مخالفانو د چوپتیا له امله قهر

دا اقدام د ډېرو افغانانو په نظر د اسلامي حاکمیت دفاع او د خلکو د جائزې غوښتنې ته ځواب وګڼل شو. خو له بلې خوا، د دارالکفر پاکستان د حملو او د دارالاسلام افغانستان د هوایي حریم د څو ځلي سرغړونو په وړاندې د مخالف ډلو او جریانونو چوپتیا، د عامه قهر او نارضایتۍ لامل شوه.

 د مخالفانو د دارالکفر پاکستان سره د تړاو افشا کول

د بغاوتګرو مخالف ډلو (لکه احمد مسعود او نورو مرتد خیانتکارانو) د دغو پېښو په وړاندې چوپتیا، یا په ځینو مواردو کې د دارالاسلام افغانستان د حکومت پر ضد دریځ نیول او د دارالکفر پاکستان په ګټه څرګندونې، د دوی تړاو او دې هېواد ته غلامي ښکاره کړه. دغو ډلو حتی د سیاسي مخالفت تر نامه لاندې، د پاکستان سره د خپلو غلامانه اړیکو ژوروالی وښود. سربېره پر دې، دوی ثابته کړه چې د افغانانو وینه د دوی لپاره هېڅ ارزښت نه لري او یوازې د امریکایي محارب کفارو په ګټه جاسوسي کې شخصي ګټې او سیاسي دښمنۍ د دوی لپاره مهمې دي.

د «ردالظلم» عملیات د قرآن کریم د اصولو (عاقِبوا بمثل ما عوقبتم) او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث له مخې د مال، وینې او ناموس د دفاع لپاره ترسره شول. په مقابل کې، د مخالفانو چوپتیا او له یرغلګر سره یوځای کېدل، دوی د افغان ملت له صفونو څخه جلا کړل او د بهرنیانو سره د دوی تړاو یې څرګند کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *