دین د دارالکفر د سیاست په چوپړ کې؟ (د پاکستان د دولتي نظام همغږي علماوو دریځ د دارالاسلام افغانستان پر وړاندې)

دین د دارالکفر د سیاست په چوپړ کې؟ (د پاکستان د دولتي نظام همغږي علماوو دریځ د دارالاسلام افغانستان پر وړاندې)

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

د مولانا فضل‌الرحمن وروستۍ څرګندونې او د «وحدت امت پاکستانی» تر سرلیک لاندې غونډه، تر هغه زیات چې د امت دفاع وي، د پاکستان د وابسته پوځي–سیاسي نظام لپاره د دیني مشروعیت جوړولو هڅه ده؛ هغه نظام چې کلونه کېږي د امریکا په تګلاره روان دی او نن د ولسي فشار د کمولو لپاره د دین له نومه کار اخلي.

اصلي پوښتنه دا ده:

که پر افغانستان برید «د توجیه وړ نه دی»، نو ولې د تجاوز ریښه نه ښودل کېږي؟

ولې د دارالکفر د تیري کوونکي جوړښت پر ځای، موضوع د «کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلاف» ته راکمول کېږي؟

ایا دا مساوي اړخونه دي، که پر دارالاسلام د یوه وابسته نظام فشار؟

دین د ولس د ارامولو لپاره؟

دا ډول ناستې په عمل کې د ولس د غوسې د مهارولو دینی وسیلې دي؛ نه د حق لپاره، نه د شریعت د حاکمیت لپاره، بلکې د دې لپاره چې:

• تجاوز «سوء تفاهم» وښودل شي؛

• وابستګي «سیاسي مصلحت» ونومول شي؛

• او د دارالاسلام خپلواکه دریځ «تنش‌زوونکی» معرفي شي.

کله چې علما د حق تر څنګ ودرېږي نه، بلکې د دولت د ګټو په چوکاټ کې خبرې کوي، پایله یې د امت ګمراه کول او د شریعت معیار کمزوری کول دي.

امت که د سیاست جوړ شوی نوم؟

د «امت پاکستانی» اصطلاح دلته خپله د پوښتنې وړ ده.

امت په اسلام کې د عقیدې او شریعت پر بنسټ ولاړ دی، نه د استعمار پر کرښو، نه د امنیتي ډکترینونو پر اساس.

کله چې شریعت شاته شي او د امریکا غوښتنې مخ ته راشي، د «امت» نوم یوازې تش سیاسي پوښ پاتې کېږي.

دارالاسلام افغانستان؛ سره کرښه

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان، سره له سختو فشارونو، د کفري امنیتي تړونونو منلو ته غاړه نه ده ایښې او خپل عقیدتي استقلال یې نه دی پلورلی.

همدا استقلال د فشار پروژې ته زور ورکړی او هم‌مهاله یې د هغې خوا د دیني مشروعیت بازار ګرم کړی.

پایله. روښانه دریځ

• موضوع «دوه‌اړخیزه شخړه» نه ده؛ بلکې د یوه وابسته نظام فشار پر یو خپلواک دارالاسلام دی.

• موضوع «خبرې اترې» نه دي؛ بلکې د امریکایي امنیتي چوکاټ تپل دي.

• او تر ټولو لوی خطر، جګړه نه ده؛ بلکې د دین تحریف د وابستګۍ د توجیه لپاره دی.

دارالاسلام افغانستان دا سناریو پېژني، او ویښ امت د دیني نصیحت او سیاسي مشروعیت‌سازۍ ترمنځ توپیر ښه درک کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *