پېښور ولایت، د مومندوایجنسۍ سرښار غلنۍ کې د طالبانو برید پای ته ورسېد
پېښور ولایت، د جمعې په سهار څلور بجې، د مومندوایجنسۍ سرښار غلنۍ کې د تحریک طالبان پاکستان څلورو استشهادي مجاهدینو (نصرالله ساکن، باجوړایجنسۍ، ابوبکر ساکن صوابۍ، مخلص ساکن کرمې ایجنسۍ او عدنان ساکن خېبرایجنسۍ) د ایف سي پر کمپ برید پېل کړ، د برید په پېل کې دوو مجاهدینو د نښتې څخه وروسته خپلو بارودي واسکټونو ته انفجار ورکړ چې له امله یې عملیاتو ته راروان قطعات تس نس شول او برید لاپسې اوږد شو.
پاتې نورو دوو مجاهدینو نن د شنبې تر سهار اتوو بجو مرکز په خپله ولکه کې وساته، او جګړې ته یې ادامه ورکړه، جګړې ته د را روانو ایف سي ځواکو ، پوځیانو او ایس ایس جي کمانډو سره یې سختې نښتې وکړې، د تېرې ورځې څخه تر ننه حکومتي چارواکو ټولې دولتي دفترې تعلیمي ادارې او د تګ راتګ لارې بندې وساتلې، د ګرځبندیز په بهانه یې خبریالان د برید له ځایه او مالوماتو څخه لرې وساتل، او اوختی مالي او ځاني زیان پټ وساتل شو.
په یاد پوځي مرکز کې د دفاع د ورځې(یوم دفاع) دستوره هم پلان شوې وه چې کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو خو ددې کلکو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم مجاهدینو د الله تعالی په مدد او نصرت سره وکولای شول چې مرکز ته داخل شي.
زمونږ د سرچینو ترمخه په یاد برید کې خواوشا تر ۶۰ د ایف سي ځواک عسکر، پوځیان او ایس ایس جي کمانډویان مړه او ژوبل شو، او د یاد تعمیر دوه پوړونه سخت زیانمن شول، همداراز یوه اندازه پټ اسناد هم وسوځېدل.
یاده دې وې چې د یاد مرکز د مومندوایجنسۍ د ټولو ورکو شوو کسانو په ورکېدو، جعلې نښتو او د مجاهدینو پر ضد د پټو عملیاتو په پلان کولو کې مرکزي رول ادا کوي، او په یاد مرکز کې د کې د بندیانو د چغو او فریاد ځایې استوګن هره ورځ عیني شاهدان وي، او له دې وړاندې پرې هم د طالبانو لخوا بریدونه شوي .