د تحریک طالبان پاکستان د امیر محترم مفتی ابو منصور عاصم لخوا مجاهدینو ته اړینې لارښوونې
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله، د پاکستان قابض پوځ پر وړاندې د مجاهدینو چټکو بریدونو یوه حیرانوونکې او طوفاني بڼه خپله کړې ده، چې له امله یې دښمن ډیر مغشوش شوی او ډول ډول پروپاګندونه کوي، چې په ځینو ځایونو کې داسې تبلیغات هم شوي، چې ګواکې (نعوذ الله) زموږ د سپېڅلي دفاعي جهاد هدف اسلامي نظام نه دی، نو موږ هیله من یو چې د پاکستان مسلمانان به د دغه ډول بې ځایه تبلیغاتو نه ښکار کېږي. زمونږ د سرښندنو غوره مقصد او هدف د اسلامي شریعت پلي کول دي.
الحمدلله د ټولو ولایتونو مجاهدین د الله تعالی د رضا لپاره د پاکستان د ظالم پوځ پرخلاف په مقدس جهاد بوخت دي او ډېرو ولایتونو کې عملیات د اطمینان وړ دي. الله تعالی دې تاسو ته نور توفیق هم درکړي. ترڅو د پاکستان مظلوم ولس د انګرېز لخوا مسلط کړی شوي پوځ څخه خلاصون ومومي.
د مطلوب هدف د ترلاسه کولو لپاره باید ټول مجاهدین خپل جهاد په داسې حکمت سره مخې ته یوسي چې د اسلام زرینو اصولو ته پوره درناوی وشي او عامه افکارو ته پکې زیان ونه رسېږي او په عین حال کې د دین دښمنانو ته د تبلیغاتو موقع هم په لاس ورنشي.
له همدې امله، د تحریک طالبان پاکستان د ټولو لوایحو او قوانینو سره سم، لاندې لارښوونې په پام کې ونیسئ:
1) د عملیاتو په جریان کې او د عملیاتو په پای کې له هر هغه لفظ او عمل څخه ځان وساتئ چې د مجاهدینو نېک نامۍ ته زیان رسوي.
2) هڅه وکړئ چې د عملیاتو پرمهال عامو خلکو ته زیان ونه رسي.
3) کله چې د دښمن عسکر په جګړه کې ووژل شي، نو د دوی د مثلې (د لاس، پښې، پوزې، غوږونو او ستوني او نورو پرې کول) څخه ډډه وکړئ، ځکه چې په شریعت کې دا حرامه ده.
4) همدا ډول د دښمن د سرونو له پرې کولو او له ځانه سره له وړلو ډډه وکړئ، ځکه اسلام له ضرورت پرته د دې اجازه نه ورکوي.
5) د امکان تر حده دښمن دې ته اړ کړئ چې تسلیم شي او له دې وروسته له خیانت او غدر څخه ځان وساتئ او خپلو نورو ملګرو ته هم د دې لارښوونه وکړئ.
الله تعالی دې د پاکستان مظلوم او مقهور ولس له نورو مصیبتونو او ابتلآتو وساتي، آمین.
مفتی ابومنصور عاصم (نورولی محسود) حفظه اللہ
د تحریک طالبان پاکستان امیر
17/ صفرالمظفر /1446ھـ ق
21/ اګست / 2024 ء