په بنو کې د ریاستي ترهګرۍ په اړه د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
د ریاستي ترهګرۍ په دوام نن یو ځل بیا په پښتون مېشته سیمه بنو ښار کې امنیتي ځواکونو د خپل مظلومیت دښکاره کولو په پار پر راغونډ شوو سوله ییزو مظاهره چیانو پرته له کوم لامله مستقیمې ډزې وکړې چې له امله یې ګڼ شمېر مظاهره کوونکي شهیدان او ټپیان شول. انا لله وانا الیه راجعون
الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه په خپل دربار کې قبول او ورثه و ته دې صبر جمیل ورکړي، او ټولو ټپیانو ته دې عاجله شفا ورکړي، آمین.
دا لومړۍ پېښه نه ده چې امنیتي ځواکونه پر خلکو مستقیمې ډزې کوي او نه هم وروستۍ ده چې د دې په زغملو سره به خلک په راتلونکې کې د هوسا او آرام ژوند کولو فرصت ولري، بلکې دا ډول پېښې به تر هغه دوام ولري څو چې د انګرېزانو له خوا جوړ شوی پوځ په ګران هېواد باندې مسلط وي. او د عزم استحکام په څېر د عملیاتو څخه به د ډالرو د ترلاسه کولو په خاطر خلک د خپل ظلم او ستم لاندې ساتي. نو د دې پېښو د مخنيوي يواځينۍ لار دا ده چې ټول پاکستاني ولس يې پر وړاندې ودرېږي.
ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم
محمد خراساني
د تحریک طالبان پاکستان ویاند
13/ محرم الحرام /1446ھـ ق
19/ جولای / 2024