محرم ۔۔۔۔۔۔۔ دعاشوراء  روژی او د عاشوراء په ورځ خپل پر أهل اولاد باندي  د خرڅ کولو دفراخی حکم

محرم ۔۔۔۔۔۔۔ دعاشوراء  روژی او د عاشوراء په ورځ خپل پر أهل اولاد باندي  د خرڅ کولو دفراخی حکم

سوال:
دعاشورا   روژی  او په هغه ورځ خپل پر  أهل اوعیال باندي د خرڅ کولو څه حکم دی ؟

جواب:
1) عاشورہ (لسم د محرم)  دورځي روژه نیول په اول کی د اسلام  فرض وه ، لیکن د رمضان دروژو د فرض والي وروسته دهغي   فرضیت منسوخ سو ، البته نبی کریم صلی اللہ علیہ وسلم د رمضان دروژو د فرض کیدو وروسته هم ددغی روژی  اهتمام فرمائلي دی ،ددي وجه څخه دغه روژه  نیول  مسنون اومستحب دی ، او دغه روژه نیول دتیر سوي یوکال  د گناهونو کفارہ جوړيږي، دوفات څخه دمخه والا کال  کله چي  رسول اکرم صلی اللہ علیہ وسلم ته وویل سول چي   یهود هم  د شکرانہ په شکل سره د عاشورا روژه نیسي نو رسول الله ﷺ  دغه  ارشاد فرمايلي وه چی :” کچيري زه تر راروان کال پوري ژوندي وم نو دنهم روژه به هم ونیسم “، څرنګه چي  حضرت ابن عباس رضی اللہ عنہ  فرمائے چی  :”دعاشورہ دورځی روژه ونيسي  او دیهودو   مخالفت وکړی ،تر دغه یوه ورځ دمخه   یا یوه ورځ وروسته هم روژه ونيسي “، ددي وجه څخه فقهاء کرامو دِ  عاشورہ سره دنهم محرم  دورځي   روژه نیول  مستحب عمل بللی دی ، او دیهودو د مشابهت پر  بنا  صرف دعاشورہ  دورځي روژه نیول   مکروہِ تنزیہی بللي دی ، ددي وجه څخه  دلسم سره دنهم یا دیولسم   روژه نیول بهتر دی ، چی د دغه   عبادت په  اداکولو کی د  یهودو سره   مشابهت  را نسی ،بياهم کچيري دیو چا لپاره دري یا دوي روژی نیول مشکل وی نو صرف د عاشورا  دورځي روژه نیول پکار ده ؛ تاکہ دهغی د فضیلت څخه  محروم بي برخي پاته نسي ۔  حضرت علامہ انور شاہ کشمیری رحمہ اللہ  فرمائے : دعاشوراء د روژی دري  شکلونه دی : (۱) نهم ، لسم  او يولسم  دري سره ورځي روژی ونيسي ،  (۲) نهم  او لسم  یا لسم او يولسم  روژه ونيسي ، (۳) صرف د لسم محرم دورځي تاریخ روژه ونيسي ۔ په دغه شکلو کی اول شکل تر ټولو   افضل دی ، او ددویم  شکل  درجہ تر هغه کمه ده ، او ددریم شکل درجہ تر ټولو کمه ده ، او ددریم   شکل درجہ  چی تر ټولو کمه ده  دهغه څخه  فقهاء کرامو په   کراہتِ تنزیہی سره تعبیر کړی دی ،بیا هم کمه روژه چي  رسول الله ﷺ نیولی ده   او په راتلونکي کال کی دنهم دورځي دروژی نیولو  صرف تمنا امید در لودلی دي نو دغه روژی ته څنګه  مکروہ ویل کیدلی سی ۔

۲)عاشوراء  (دلسم  محرم)په ورځ خپل پر  أهل اولاد باندي د رزق فراخی والی  ترغیب  راغلی دی ،  حضرت ابن مسعود رضی اللہ عنہ راویت کوي چي رسول اکرم ﷺ وفرمايل :  “کم  شخص چي د عاشورا په ورځ باندي خپل پر أهل اولاد باندي د خرڅ کولو فراخی  اختیار کړي نو   اللہ تعالی به ټوله کال دهغه په  مال ا و زر کی فراخی راولي ۔  حضرت سفیان  رحمہ اللہ وایی چی موږ ددغه تجربہ کړی ده او داغسی سوي دی  “۔ (رزین )

“عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من وسع على عياله في النفقة يوم عاشوراء وسع الله عليه سائر سنته. قال سفيان : إنا قد جربناه فوجدناه كذلك. رواه رزين”.

دغه رکم  روایات  دنورو  صحابه کرامو څخه هم  مروی دي چي که څه هم  سنداً ضعیف دی ، لیکن دمختلفو لارو څخه  دروایت کولو په  وجہ سره په فضائلو کی قابلِ داستدلال دی ، ددغه وجه څخه  اکابرینو علماوو دغه عمل  مستحب بللی دی ۔……………..

د عاشورا په ورځ په کور فراخی کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې خپله کورنۍ باندې د عاشورا په ورځ د رزق پراخي راولي؛ الله به ټول کال براخه رزق ورکړي.
    علامة ابن عابدين الحنفي رحمه الله په رد المحتار على الدر المختار (2 – 418)، کې همدا حدیث د “حدیث التوسعة” په نوم راخلي او زیاتوي: جابر وایي دا کار مې څلوېښت کاله تجربه کړی؛ همداسې ختلی، یعني عاشورا کې کورنۍ ته په پراخه خوړو ورکولو سره الله تعالی بنده ته ټول کال پراخه روزي ورکوي…..
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ (مَنْ وَسَّعَ عَلَى أَهْلِهِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَسَّعَ اللهُ عَلَيْهِ سَائِرَ سَنَتِهِ) أخرجه ابن أبي الدنيا في النفقة على العيال والطبراني في المعجم الكبير والبيهقي في شعب الإيمان.
وقد قال ابن عابدين الحنفي في حاشيته رد المحتار على الدر المختار (2 – 418) قَوْلُهُ وَحَدِيثُ التَّوْسِعَةِ إلَخْ وَهُوَ (منْ وَسَّعَ عَلَى عِيَالِهِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَسَّعَ اللهُ عَلَيْهِ السَّنَةَ كُلَّهَا)

صحيح مسلم (2/ 797)

“وحدثنا الحسن بن علي الحلواني، حدثنا ابن أبي مريم، حدثنا يحيى بن أيوب، حدثني إسماعيل بن أمية، أنه سمع أبا غطفان بن طريف المري، يقول: سمعت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما، يقول: حين صام رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم عاشوراء وأمر بصيامه قالوا: يا رسول الله إنه يوم تعظمه اليهود والنصارى فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «فإذا كان العام المقبل إن شاء الله صمنا اليوم التاسع»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *