د خيبر ايجنسۍ باړې ولسوالۍ په برقمبر خېل ساران سر سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د تحريک طالبان پاکستان وضاحت

د خيبر ايجنسۍ باړې ولسوالۍ په برقمبر خېل ساران سر سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د تحريک طالبان پاکستان وضاحت

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې تېره ورځ ناڅاپه زموږ ملګري د قامي مشر ظاهر شاه له ساتونکو سره مخامخ شول او د سوء تفاهم له امله یې پر یوبل ډزې وکړې، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول.
مونږ د غم په دې پېښه کې د ټول قام او په ځانګړې توګه د برقمبرخېلو سره ځان یو شان شریک ګڼو او د ټول قام څخه د دغې دردونکې پېښې لپاره د بخښنې هیله لرو، په پېښه کې رامنځته شوی زیان خپل زیان ګڼو.
موږ د همدې ولس بچیان یو او د دوی د عزت، ناموس، ژوند او مال ساتنه خپل مسوولیت ګڼو، مونږ په قصدي ډول داسې ګام نه اخلو چې زمونږ د قام او ولس عزت ته زیان رسوي، او له ټولو قامو مشرانو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو چې خپلو ساتونکو ته داسې یونیفورم غوره کړي چې د اشغالګر پوځ د نظامي ادارو سره ورته والی ونه لري ترڅو په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي.

محمدخراساني
د تحریک طالبان پاکستان ویاند

06/ محرم الحرام /1446ھـ ق
12/ جولای / 2024

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *