فکري جگړه د علامه اقبال له نظره
طلسم عصر حاضر را شکستم
ربودم دانه و دامش گسستم
خدا کند که مانند ابراهیم
به نار او چه بی پروا نشستم
اقبال له دغي فکري جګړې يوازې روغ راوتلی، خو نور خلک يې ډېر ولیدل چې څنګه د دغې جګړې قرباني شول هغه وايي:
ما همه افسونی تهذیب غرب
کشته افرنگیان بی حرب و ضرب
اقبال د دغې جګړې قربانيانو ته چې په غرب مين دي، په هر څه کې د غرب تقلید کوي او پر لاره يې ځې بېرته خپل ځان ته دراګرځېدلو توصيه کوي او د (خودی) درس ورکوي، هغوی ته وايي چې تاسې غرب په حقیقي شکل نه دی پېژندلی یوازې د هغه له (خم) څخه د څو جامونو په څښلو له ځانه بيخوده شوي یاست.