د ویانا غونډه؛ د اسلام د دښمنانو د دارالندوه یادونه!
د اسلامي امارت له خوا د افغانستان له فتحې او د طاغوتي امریکا او د هغه د متحدینو له تېښتې وروسته، ورپسې د پیړۍ پلورل شوي مشران او معامله ګرو هم د تېښتې لاره غوره کړل او په دې خاوره کې یې د ځانونو لپاره د پاتې کېدو ځای نه شو موندلای.
ځکه چې د اشغالګرو په وتلو سره پرده له ډېرو مخونو لیرې شوه او د پخوا په پرتله د هغوی ناوړه شخصیتونه د افغانستان ټول غم ځپلي ولس ته ورښکاره شوه.
له همدې امله، د جیره خوارو اجیرانو څخه هر یو د خپلو بهرنیو بادارانو دروازې ته ور ودانګل او د دوی ناپاکو لمنو ته یې ځانونه ور وغورځول، ځینې تاجکستان، ځینې واشنګټن، یوه ډله یې مشهد او ځینې یې هم په پاریس کې مېشت شول.
لکه څنګه چې تمه کېده، دا بد طبیعته غله د افغانستان له پولو بهر په خاموشۍ سره ناست نه دي او داسې ښکاري چې دوی لا تر اوسه خپله شرمناکه ماته نه ده منلې.
له همدې امله يو ځل بيا افغانستان ته د ستنېدو او د غلا او لوټمارۍ ټغر د غوړولو په موخه د بېلابېلو غونډو تر نامه لاندې خپل هم مسلکان سره را غونډوي او غواړي چې د افغانستان د ملت او نظام پر ضد دسیسې جوړې کړي.
په دې وروستیو کې دوی په اتریش کې د ویانا د غونډې د څلورم پړاو لپاره سره راټول شوي، او هغه څه چې څرګند دي دا دي چې د دې ډول غونډو او ناستو په مهم ښودلو سره د دوی شیطاني رسنیو د ورځو او شپو هلو ځلو او تبلیغاتو بر عکس دا ځل به هم د ملت پر ضد د دوی دا ډول دسیسې هیڅ ځای ته ونه رسیږي.
هغه دسیسې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په وخت کې د دارالندوه یادونه کوي، هغه دارالندوه چې د کفر مشران راټول شوي وو او د اسلام د پیغمبر او د هغه د ریښتینې دعوت په وړاندې یې بیلابیلې دسیسې جوړې کړې وې.
دوی په چل او دوکې سره پلانونه جوړول، مګر د کیسې پای د خدای لخوا لیکل کېده چې په خپل لوی کلام کې پر باطل باندې یې د حق د کامیابېدو ژمنه کړې وه.
د غرب اجيران او ځان پلورلي اوس د اسلامي نظام او د شهيدانو د وينې د قيمتي ثمرې پر ضد، بېلابېلې پروژې په لاس کې نیسي او د خپلو ناوړو موخو د تحقق لپاره درانه لګښتونه لګوي، خو ښايي دوی هېر کړي وي چې هماغه خدای چې د خپلو مخلصو بنده ګانو یوه ډله یې د عصر د ظالم او د هغه د متحدینو په وړاندې یې بریا ته ورساوه، اوس به هم د داسې جعلي او خیالي جبهو او ناستو په وړاندې ساتنه وکړي.
په عین حال کې، یو شی د یادولو وړ دی؛ چې اوس د پخوا په پرتله د افغانستان خلک د دې تښتېدلو منفورې څهرې پېژندلې، بیا به هېڅکله چمتو نه وي چې خپل د ځان او ماشومانو راتلونکی د غرب د څو اجیرانو په لاس کې پریږدي.