الخندق عملیات. د تحریک طالبان پاکستان د مجاهدینو له‌خوا د ۱۴۴۷هـ‌ق کال د شعبان المعظم په ۲۴مه نېټه چې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د ترسره شویو بریدونو او عملیاتو تفصيلي راپور!

الخندق عملیات. د تحریک طالبان پاکستان د مجاهدینو له‌خوا د ۱۴۴۷هـ‌ق کال د شعبان المعظم په ۲۴مه نېټه چې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د ترسره شویو بریدونو او عملیاتو تفصيلي راپور!

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

ټولټال عملیات: ۲۱

د عملیاتو ځایونه:

لکي مروت ولایت: ۵

ډېره اسماعیل خان ولايت: ۴

شمالي وزیرستان ولايت: ۴

جنوبي وزیرستان ولایت: ۴

پېښور ولایت: ۱

بنو ولايت: ۱

پشین ولایت: ۱

ټانک ولايت: ۱

لکي مروت ولایت

۱ـ د نورنګ ولسوالۍ اړوند پر سره بنګله نومې پوسته د هاوان پر وسیله برید ترسره شو چې د مرګژوبلې قوي احتمال له ځانه سره لري.

۲ـ د نورنګ ولسوالۍ په سره درګې سیمه کې د ناپاک پوځ عسکر د مجاهدینو تر محاصرې لاندې دي، جګړه لاهم روانه ده.

۳ـ د نورنګ ولسوالۍ تختي خېل د امن کمېټۍ د مشر سردراز پر پټنځای د هاوان په مټ برید کې یوشمېر د کمېټۍ اجیر غړي ټپیان شول.

۴ـ د نورنګ ولسوالۍ د ټپ تختي خېل سیمې د فټبال لوبغالي ته نېږدې د امن کمېټۍ پر غړو د نارنجکو په وسیله برید ترسره شو چې په ترڅ کې د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

۵ـ د نورنګ ولسوالۍ سره درګه سره بنګه سیمه کې د هاوان په برید کې د یوه میجر په ګډون دوه تنه اجیر پوځي عسکر هلاک او یوشمېر نور ژوبل شول.

ډېره اسماعیل خان ولایت

۱ـ د پروآ ولسوالۍ د نایوېلې سیمې سره تړاو لرونکی پولیس نصرالله د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

۲ـ د پروآ ولسوالۍ سره ګره سیمه کې ناپاک پوځ او د امن کمېټۍ غړو په ګډه پر مجاهدینو کمین وواهه، د ځوابي برید په ترڅ کې اجیر دښمن ته د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي دي، او مجاهدین له سیمې په خوندي ډول وتلو کې بریالي شول.

۳ـ د درابن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر پوسته تعرضي برید ترسره شو چې په ترڅ کې د پوستې دیوالونو تر ډېره ونړېدل او د ځاني تلفانو امکان هم پکې شتون لري.

۴ـ د کلاچې ولسوالۍ هتاله سیمې ته څېرمه د ټانک سړک په اوږدو کې مجاهدینو د ډي ایس پي موټر ته کمین ورکړ چې د مرګژوبلې احتمال پکې شتون لري او موټر یې هم زیانمن شو.

شمالي وزیرستان ولایت

۱ـ د میرعلي ولسوالۍ جلیز زکرخېل سیمه کې پر پوځي پوسته تعرضي برید کې د مرګژوبلې قوي احتمال شتون لري.

۲ـ د میرعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تحریک طالبان پاکستان مجاهدینو د حسوخېلو د پوځي کمپ ځمکنۍ اړیکه له خیسور سره پرې کړه، همداراز د یرموک قطعې مجاهدینو ځای ځای ماینونه هم خښ کړي، او دښمن ته په کمین کې ناست دي، او کمپ له یوې خوا په بشپړه توګه د مجاهدینو تر محاصرې لاندې دی.

۳ـ د میرعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر شش کروز پوځي پوسته د هشکې په مټ برید کې د ځاني تلفاتو کلک احتمال شتون لري.

۴ـ د میرانشاه ولسوالۍ تپۍ سیمه کې پر پیران پوځي پوسته تعرضي برید ترسره شو چې اجیر دښمن ته پکې د مرګژوبلې اوښتو احتمال شتون لري.

جنوبي وزیرستان ولایت

۱ـ د واڼا ولسوالۍ اړوند د واڼا-ډېره اسماعیل خان عمومي سړک په اوږدو کې د پوځي قطار پر امنیت موظف عسکر د کمیني برید ښکار شول چې په ترڅ کې یو پوځي عسکر هلاک او یوشمېر نور ژوبل شول.

۲ـ د واڼا ولسوالۍ شین ورسک سیمه کې پر پرته پوسته د درازکوف د برید په ترڅ کې یو پوځي عسکر هلاک شو، ترڅنګ یې یوه امنیتي کامره هم تخریب شوه.

۳ـ د تیارزې ولسوالۍ خیسوره سیمه کې پر پوځي کلا تعرضي برید کې اجیر دښمن ته د مرګژوبلې اوښتو کلک احتمال شتون لري، په برید کې یوه امنیتي کامره هم تخریب شوه.

۴ـ د شکتوۍ ولسوالۍ ټپرسر سیمه کې پر پوځي پوسته د درازکوف د برید په ترڅ کې یوه امنیتي کامره تخریب شوه.

پېښور ولایت

د پېښور سيټي ولسوالۍ امیرګل کلي کې د ډي آي جي پر ځمکه جوړه شوې د پولیسو کوټې ته د ماین په مټ انفجار ورکړل شو چې په ترڅ کې کوټه ویجاړه او پکې دوه پولیس هلاک شول، یاد ځای د برحاله پولیسو لخوا د بد فعلۍ د اډې په توګه کارول کېده.

ولس باید خپل بچي د ډي آي جي پولیسو سره له اړیکو لري وساتي.

بنو ولایت

د میریان ولسوالۍ د ګلبهار چوک سیمې اړوند د سي پیک سړک په اوږدو کې پولیسو د تالاشۍ پر مهال د مجاهدینو د ودرولو هڅه وکړه، چې مجاهدینو پرې ځوابي ډزې وکړې چې په پاېله کې درې پولیس ټپیان شول، او مجاهدین په خوندي ډول وتلو کې بریالي شول. الحمدلله

پشین ولایت

د چمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ټي آي ای د راپور په اساس دندې ته روان د ایف سي عسکر چریکي مجاهدینو له موټر ښکته او په هلاکت ورساوه.

ټانک ولایت

د ګومل ولسوالۍ کوټ اعظم سیمه کې له تعرضي بریده دښمن ته د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *