
په پاکستان کې امریکايي اسلام؛ قرآن په لاس، اطاعت د واشنګټن په عمل کې
کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)
هغه څه چې نن په پاکستان کې د «دین» او «د علماوو د فتوا» تر نوم لاندې وړاندې کېږي، د محمدي اسلام ﷺ استازیتوب نه کوي؛ بلکې دا امریکايي اسلام دی هغه اسلام چې قرآن په لاس کې نیسي، خو په عمل کې د واشنګټن، ناټو او سیکولر نظامونو پر وړاندې سر ټیټوي.
د پاکستان اوسنی حکومت د الله په شریعت نه اداره کېږي؛بلکې د سیکولري قوانینو، استعماري جوړښتونو او د پردیو قدرتونو د ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
سره له دې، ځینې د علماوو په نوم شوراګانې د دې حقیقت د افشا پر ځای، د همدې باطل نظام توجیه کوي او د دین په ژبه له باطله دفاع کوي.
قرآن په شعار کې، امریکا په فرمان کې
دا ښکاره تضاد دی:
• په خبرو کې: آیت او حدیث
• په عمل کې: د امریکا اطاعت
• په دریځ کې: د لوېدیځ د امنیتي روایتونو تکرار
• په واقعیت کې: د ظلم پر وړاندې چوپتیا او د غیرشرعي قوانینو ملاتړ
دا هماغه امریکايي اسلام دی؛ هغه اسلام چې:
• ظلم ته «امنیت» وایي
• سیکولریزم ته د «مصلحت» نوم ورکوي
• او د وابسته نظامونو پر وړاندې مقاومت «فتنه» بولي
علما که د قدرت کارکوونکي؟
که یو عالم:
• حق وپېژني او پټ یې کړي
• د سیکولر واکمن تر څنګ ودرېږي
• ژبه یې د مظلوم پر وړاندې بنده وي، خو د دارالاسلام پر ضد خلاصه
نو هغه بیا «رباني عالم» نه دی؛ بلکې درباري عالم دی او د امریکايي اسلام د پروژې برخه ګرځي.
قرآن د داسې کسانو په اړه سخت خبرداری ورکوي؛ هغوی چې د الله آیتونه په لږه بیه پلوري او دین د قدرت وسیله ګرځوي.
باطل تل پاتې نه دی
د پاکستان سیکولر حکومت که نن:
• په زور
• په رسنیو
• او د بهرني ملاتړ
خپل ځان ساتي،
خو د الله سنت نه بدلېږي:
باطل دوام نه کوي، او حق که څه هم ناوخته خامخا بریالی کېږي.
پایله او خبرداری
امریکايي اسلام ښايي د څه مودې لپاره:
• حقیقت پټ کړي
• خلک مغشوش کړي
• او ظلم شرعي وښيي
خو بالاخره:
• رسوا کېږي
• او تورمخې یې د هغو علماوو او بنسټونو پر تندي پاتې کېږي چې دین یې د قدرت قرباني کړ؛
هم په دنیا کې او هم د الله تعالی په حضور کې.
د توبې او رجوع دروازه لا هم پرانیستې ده؛ خو تاریخ او امت، د دین پلور هېر نه کوي.