
دین د دارالکفر د سیاست په چوپړ کې؟ (د پاکستان د دولتي نظام همغږي علماوو دریځ د دارالاسلام افغانستان پر وړاندې)
کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)
د مولانا فضلالرحمن وروستۍ څرګندونې او د «وحدت امت پاکستانی» تر سرلیک لاندې غونډه، تر هغه زیات چې د امت دفاع وي، د پاکستان د وابسته پوځي–سیاسي نظام لپاره د دیني مشروعیت جوړولو هڅه ده؛ هغه نظام چې کلونه کېږي د امریکا په تګلاره روان دی او نن د ولسي فشار د کمولو لپاره د دین له نومه کار اخلي.
اصلي پوښتنه دا ده:
که پر افغانستان برید «د توجیه وړ نه دی»، نو ولې د تجاوز ریښه نه ښودل کېږي؟
ولې د دارالکفر د تیري کوونکي جوړښت پر ځای، موضوع د «کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلاف» ته راکمول کېږي؟
ایا دا مساوي اړخونه دي، که پر دارالاسلام د یوه وابسته نظام فشار؟
دین د ولس د ارامولو لپاره؟
دا ډول ناستې په عمل کې د ولس د غوسې د مهارولو دینی وسیلې دي؛ نه د حق لپاره، نه د شریعت د حاکمیت لپاره، بلکې د دې لپاره چې:
• تجاوز «سوء تفاهم» وښودل شي؛
• وابستګي «سیاسي مصلحت» ونومول شي؛
• او د دارالاسلام خپلواکه دریځ «تنشزوونکی» معرفي شي.
کله چې علما د حق تر څنګ ودرېږي نه، بلکې د دولت د ګټو په چوکاټ کې خبرې کوي، پایله یې د امت ګمراه کول او د شریعت معیار کمزوری کول دي.
امت که د سیاست جوړ شوی نوم؟
د «امت پاکستانی» اصطلاح دلته خپله د پوښتنې وړ ده.
امت په اسلام کې د عقیدې او شریعت پر بنسټ ولاړ دی، نه د استعمار پر کرښو، نه د امنیتي ډکترینونو پر اساس.
کله چې شریعت شاته شي او د امریکا غوښتنې مخ ته راشي، د «امت» نوم یوازې تش سیاسي پوښ پاتې کېږي.
دارالاسلام افغانستان؛ سره کرښه
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان، سره له سختو فشارونو، د کفري امنیتي تړونونو منلو ته غاړه نه ده ایښې او خپل عقیدتي استقلال یې نه دی پلورلی.
همدا استقلال د فشار پروژې ته زور ورکړی او هممهاله یې د هغې خوا د دیني مشروعیت بازار ګرم کړی.
پایله. روښانه دریځ
• موضوع «دوهاړخیزه شخړه» نه ده؛ بلکې د یوه وابسته نظام فشار پر یو خپلواک دارالاسلام دی.
• موضوع «خبرې اترې» نه دي؛ بلکې د امریکایي امنیتي چوکاټ تپل دي.
• او تر ټولو لوی خطر، جګړه نه ده؛ بلکې د دین تحریف د وابستګۍ د توجیه لپاره دی.
دارالاسلام افغانستان دا سناریو پېژني، او ویښ امت د دیني نصیحت او سیاسي مشروعیتسازۍ ترمنځ توپیر ښه درک کوي.