په قنیطره؛ د اسرائیل خباثت او د شام د مزدورانو چوپتيا

په قنیطره؛ د اسرائیل خباثت او د شام د مزدورانو چوپتيا

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

په هغه ورځو کې چې خلک د سوریې په ټاکنو بوخت دي، اشغالګر صهیونستان بیا خپله خبیث څېره ښودلې.

په جباتا الخشاب کې د هوايي بریدونو او د لوګی بمونو په کارولو سره یې بزګران ویریولي او ترې اړ کړي چې خپلې ځمکې پرېږدي — هماغه کړنه چې په فلسطین کې د اتیا کلونو په اوږدو کې ترسره شوه، اوس د سوریې په جنوب کې هم تکرارېږي، تر څو د سوریې ځمکې غصب کړي او د «لوی اسراییل» لپاره لار هواره کړي.

همدارنګه اشغالګرو اعلان وکړ چې په جنوبي سوریه کې عملیات کړي، ډېر سوري سرتېري یې نیولي او د پوځ د وسلو او تجهیزاتو زېرمه یې ضبط کړې.

اوس پوښتنه دا ده — اسرائیل باید کوم خباثت ترسره کړي تر څو د سوریې حکومت عکس‌العمل وښيي؟!

الله تعالی په کتاب کې فرمایي:

وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا (۴)

موږ اوس د هغه فساد او سرکشي تکرار په شام کې وینو — خو دا ځل نه یوازې د صهیونستانو له‌خوا، بلکې د دمشق د حکومت د کمزورتیا او د جولاني په څېر د خاینانو د خیانت له امله هم دی.

ای د شام خلکو!

خبر اوسئ چې اصلي دښمن ستاسو په منځ کې نه دی؛ دښمن هغه کسان دي چې د اسلام جامه اغوستې، خو د امت پر ضد کار کوي.

جولاني (احمد الشرع) هغه څوک دی چې د جهاد نوم یې لوړه کړی، خو عمل یې د امریکا او اسرائیل په ګټه تمامېږي. هغه د علماوو زنداني کوونکی، د مجاهدینو د نوم بدوونکی او د مقاومت د لارې بندوونکی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *