
مشر: د ملتونو د عزت یا ذلت ترازو
کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)
وايي:
که د زمرو يوه رمه مشري د یوه ميږي يا پسې په لاس کې وي، نو انجام يې ماتي، سپکوالی او بربادي ده؛ خو که د پسونو يوه رمه مشري يو زمرى وکړي، نو حتمي بریاليتوب به يې نصيب شي.
دا يوه تشبيه نه ده، بلکې د امتونو د تاريخ يو ريښتينی حقيقت دی. هرڅومره چې يو ملت باتور، باهوشه او د ايمان څښتن وي، خو که مشري يې د يو بزدله، خائنه او غلي انسان په لاس کې وي، نو نه به سر لوړ کړي، نه به ازاد شي. ځکه چې مشر د امت محرک قوت دی، که دا قوت مړ او فاسد وي، نو ملت به هم بې هدفه، بې روحه او بې عزم وي.
احمد الشرع، چې ځان ته “ابو محمد الجولاني” وايي، او نن د شام په يوه برخه واکمن دی، د هماغه پسه مثال دی چې د زمري پوستکی يې اغوستی دی. هغه چې يو وخت يې د جهاد، عزت او خلافت نارې وهلې، نن يې خپل اصلي مخ ښکاره کړی: هغه د فلسطين د ماشومانو پر فريادونو غوږ نه ږدي، د شام د مجاهدينو مخه نيسي چې د غزې مظلومو ته د مرستې لاس ورکړي، او د جولان سرحد د ناتو او امريکا په امر بند ساتي.
جولاني نن حوثيانو، حزب الله او د عراق مقاومت ته لاره خلاصه نه کوي، خو د ناتو د پاليسيو سره سم خپل مجاهدين مهاروي. آيا دا بله معنا لري پرته له دې چې نوموړی د ترکيې، امريکا او ناتو يو اجير دی؟ آيا څوک چې د اسرائيلو په وړاندې چوپ وي، د امت مشري کولی شي؟
د شام خلک بهادر دي، عزتمن دي، قرباني ورکوي، خو تر هغو چې يې مشر يو غلام، بزدله او معاملهګر وي، بريا ناشونې ده. ځکه د هغوی مشر د غزې د وير په وړاندې خاموش دی، خو د انقرې او واشنګټن نعرې په خوله لري.
ای د شام مسلمانانو! تر هغو چې زمريان د پسونو تر مشرۍ لاندې وي، غړاوی به يوازې په شعارونو کې وي، عمل به د دښمن په خدمت کې وي. او تر څو چې احمد الشرع غوندې خلک پر تخت وي، د قدس لاره به نه له شامه، بلکې له هغو وينو تيريږي چې د غزې په کوڅو کې د مظلومو شهيدانو څخه تويېږي.