حی علی الجهاد… زموږ اتحاد چیرته دی؟

حی علی الجهاد… زموږ اتحاد چیرته دی؟

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

نن ورځ د هغو درزي اقلیت وګړو له لورې چې د اشغالګر صهیونيستي رژیم تر واک لاندې ژوند کوي، داسې د غیرت او اتحاد یوه صحنه راڅرګنده شوه چې باید د هر مسلمان ضمیر پرې ولړزېږي.

د اسرائیلو درزي مذهبي مشرانو خپلو پیروانو ته د سوریې د رژیم پر ضد د جګړې فتوا ورکړه، او سلګونه درزي وګړي پرته له وسلې، یوازې په خالي لاس او کلک هوډ سره د جولان سرحد ته د پیاده تګ لاره ونیوله. دا خلک نه له رسنیو ملاتړ لري، نه د نړېوالو سیاستوالو، او نه هم له اسلامي حکومتونو، خو غیرت لري او د یو هدف لپاره ولاړ دي.

د صهیونيستي پوځ له وهلو، نیولو او خنډونو سره سره، دوی سرحدونه مات کړل، او ځانونه یې د سوریې سویدا ښار ته ورسول. هممهاله، په درعا ولایت او د دمشق په جرمانا سیمه کې هم درزيان د حکومت پر وړاندې وسلو ته لاس کړ، قیام یې وکړ. حتی د لبنان درزيانو هم د لبنان او سوریې ترمنځ سړکونه بند کړل او ډېرو ځانونه درعا ته د جګړې لپاره ورسول.

خو موږ مسلمانان چیرته یو؟

موږ چې په زرګونو جوماتونه، په میلیونو دیني کتابونه، او سلګونه اسلامي تلویزیوني شبکې لرو… موږ چې هر اذان کې وایو: «حي علی الجهاد» – خو عمل مو د قومونو، ژبو، فرعو، او فرقه‌ګرايي قرباني شوی دی.

موږ عرب او عجم، سني او شیعه، پښتون او ترک، افغان او عرب ته سره ویشلي یو؛ هره ورځ یو بل ته د شک او توهین په نظر ګورو، خو دښمن دا هر څه خنداواره تماشا کوي او موږ یو یو له منځه وړي.

ایا شرم نه کوو؟

زموږ اتحاد چیرته دی؟ زموږ غیرت چیرته دی؟ هغه «امت واحده» چې قرآن یې یادونه کوي، چیرته ده؟ آیا دا هم باید درزي لږکیو موږ ته د اتحاد، قیام او غیرت درس راکړي؟

حي علی الجهاد… خو جهاد مو چیرته دی؟ اتحاد مو چیرته دی؟

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *