د ابو محمد جولاني ښکاره خيانت او د صهيونيستي پلان سناريو په جنوبي سوريه کې

 د ابو محمد جولاني ښکاره خيانت او د صهيونيستي پلان سناريو په جنوبي سوريه کې

موږ کلونه کېږي چې دا فرياد کوو او خلک راویښوو:

ابو محمد جولاني نه جهادي مشر دی، نه د امت وفادار زوی؛ بلکې یو مزدور او خائن دی.

هغه د ترکیې د سیکولر دولت له لارې، چې د ناټو غړی او د امریکا و اسرایلو وفادار شریک دی، کنټرولېږي او رهبري کېږي.

د دروزیانو سره د جګړې دروغ

په دې وروستیو کې چې د جولاني تر واک لاندې ډلې د سوېدا او درعا په سیمه کې له دروزي ملیشو سره نښته وکړه، دا جګړه یو ساختګي، دروغجن او سناریو جوړ شوی شخړه وه.

دا یوه ډرامه وه چې له وړاندې د امریکا، اسرایلو، او ترکیې له خوا پلان شوې وه، تر څو جولاني ته دا پلمه ورکړي چې د “یاغیانو پر ضد عملیات” تر نامه لاندې، هغه مخلص مجاهدین چې تر اوسه یې د هغه له نفوذ ځان ساتلی، له منځه یوسي.

د اهل سنتو پر وینه لوټ

خو له دې سناریو نه هم بده او خطرناکه خبره دا وه، چې خپله جولاني خائن د دروزیانو د خوشحالۍ او د خپلو نړیوالو بادارانو د خوښۍ لپاره، د اهل سنتو له وینې، مال، عزت او ناموس څخه لاس واخیست!

ایا دا د اهل سنتو مشر کار دی؟

ایا غیرت، عزت او دین اجازه ورکوي چې د ځان د قدرت لپاره، د امت د مظلومو وینو نه سترګې پټې شي؟

ځواب واضح دی: نه!

نو ځکه وایو چې:

په دې خائن بې‌غیرته کې د اسلامي غیرت او شرافت ذرّه هم نه لیدل کېږي.

جولاني؛ د امت پټ دښمن

جولاني په عمل کې ثابته کړې چې نه د اسرایلو سره جګړه لري، نه له ناتو سره، نه له دروزیانو سره.

اصلي دښمن یې هغه مؤمن، مجاهد، او مخلص مسلمان دی چې له خيانت، مصلحت‌فروشي او کفري پروژه‌ګانو سره معامله نه کوي.

نن روښانه ده چې یو لوی او خطرناک پروژه په سیمه کې روانه ده:

یو سرطاني دهلیز له تل‌ابیب نه تر قامشلي پورې

یو ناوړه اتحاد د صهیونیست، ناتو او کردي اجیرو ځواکونو ترمنځ

او جولاني، د دې خطرناک سناریو یوه کلیدي برخه ده.

امت باید ویښ شي!

خائن باید وپېژندل شي، د دروغو شعارونو او ساختګي جګړو فریب باید ونه‌خوري.

رښتینی مقاومت د الله پر توکل، صداقت، عزت او وفادارۍ باندې ولاړ وي، نه پر خيانت، معامله، او اجاره‌دارۍ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *