
د مولوي عبدالحمید دا خبره نه یوازې د الله جل جلاله د دې حکم سره دقیق مخالفت لري: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ»
بسم الله الرحمن الرحيم، الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف المرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته
الله جل جلاله فرمایي:
“هُوَ الَّذِیَ أَیَّدَکَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِینَ” [انفال:۶۲]
همغه (الله) دی چې ته یې د خپل مرستې او د مؤمنانو په وسیله پیاوړی او ملاتړ کړی.
په دارالاسلام کې، سره له دې چې ذمي کافران او د منافقينو ډلې موجودې وي، خو الله جل جلاله د خپل نصرت تر څنګ يوازې مؤمنان د اسلامي رهبري د ملاتړ اساسي عامل معرفي کړي دي. همداراز، مؤمنانو ته يې امر کړی چې د داخلي او خارجي دښمنانو پر وړاندې د دفاع لپاره تر خپلې وسې وسلې او نظامي طاقت چمتو کړي.
د عُقبه بن عامر رضی الله عنه نه روایت دی، چې وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې پر منبر یې وفرمایل:
“وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ” [انفال:۶۰]
ژباړه: د دښمن پر ضد تر خپلې وسې قوت او د آسونو تیار ساتل برابر کړئ، تر څو د الله او خپل دښمنان پرې ووېروئ.
او بیا ( رسول الله صلى الله عليه وسلم داسې تفسیر کړ: «أَلا إنَّ القُوَّةَ الرَّميُ، أَلا إنَّ القُوَّةَ الرَّميُ، أَلا إنَّ القُوَّةَ الرَّميُ»(مسلم: ۱۷۱۹)
“خبر اوسئ! قوت د غشي ویشتل دي، خبر اوسئ! قوت د غشي ویشتل دي، خبر اوسئ! قوت د غشي ویشتل دي.”
نو څرګنده ده چې د پوځي ځواک سربېره پر دې چې تر ټولو ستر او مهم بازدارندوی (مخنیوی کوونکی) عامل دی، کوم چې الله جل جلاله مؤمنان ته امر کړی، همداراز په مذاکراتو کې له کفارو سره هم پوځي ځواک تر ټولو لویه او مهمه ملا تړ دی. او هر څومره چې پوځي ځواک زیات وي، په مذاکراتو باندې یې تاثیر هم هغومره زیات وي.
پوځي ځواک يوازې د جګړې لپاره نه، بلکې د بازدارندګی او دښمن ته د وېري اچولو لپاره یو الهي حکم او مهم اړخ دی.
په نننۍ نړۍ کې هم، نظامي ځواک د هېوادونو د آزادۍ او عزت اساسي تکيه ده. د ایران او امريکا تر منځ په روانو خبرو کې، همدغه د ایران پوځي ځواک د خبرو اساسي بنسټ دی. که دا خبرې د ایران پر خوښه پر مخ لاړې شي او که امريکا بيا خیانت وکړي، دا ځواک دی چې د خبرو اترو امکان رامنځته کوي.
هغه څه چې امريکا د مختلفو لوريو سره د خبرو او مذاکراتو ته اړ کړې، همدا پوځي ځواک دی، نه علمي، اقتصادي او کلتوري ځواک او داسی نور.
په دې ځانګړي ميدان کې یوه تاریخي تجربه یادول اړين ګڼم: د ۲۰۲۰م کال د قطر په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال د امريکا استازي له افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د خبرو د دوام لپاره دې خپلې وسلې کېږدي او د مذاکرې مېز ته کښېني.
خو ذبيح الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، هوښيارانه ځواب ورکړ:
“که د مجاهدینو دا ځواک، وسله او استقامت نه وای، نو د خبرو غونډه به له پیل څخه هیڅ نه وای موجوده.”
امريکا له قذافي، صدام حسين، بشار اسد او نورو سره تر هغه وخته خبرې کولې چې ډاډمنه وه چې هغوی لاهم د دفاع وسلې لري. خو کله چې پوه شوه وسلې یې له لاسه وتلې، بې له ځنډه بریدونه پرې پیل کړل، چې د هغوی د نابودۍ لامل شول.
خو مولا عبدالحمید پرونۍ ورځ (د ثور ۵مه، ۱۴۰۴) د زاهدان د اهل سنتو د جمعې لمونځ پر مهال، د نظامي ځواک د کم ارزښت ښودلو ترڅنګ وویل:
“د ایران او امریکا خبرې روانې دي… د یوې حکومت قوت یوازې په جنګي وسلو او وسلهوالو ځواکونو کې نه دی… هغه هېواد چې په داسې سیاست اداره شي چې هم د خپل ولس او هم د نړیوالو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، نور هېڅ خطر ورته متوجه نه دي او نور د وسلو د تولید لپاره د سترو لګښتونو اړتیا نه لري.”
د مولوي عبدالحمید دا خبره نه یوازې د الله جل جلاله د دې حکم سره دقیق مخالفت لري: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ» [انفال: ۶۰] او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې تفسیر سره: «أَلا إنَّ القُوَّةَ الرَّميُ»، بلکې د تېرو او اوسنیو مختلفو تاریخي تجربو خلاف هم ده، بلکې داسې هڅه کوي چې خپلو مخاطبینو ته دا ور ورسوي چې د نظامي ځواک، وسلې او خپلواکۍ پر ځای باید لکه د متحده عربي اماراتو، بحرین، کویټ، آل سعود او نورو په څېر ځانونه د لویو قدرتونو تابع کړي او د امريکا او نورو قدرتونو سرسپارۍ ته غاړه کښېږدي، تر څو د هغوی له ګواښونو څخه په امن کې پاتې شي.
خو الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته د بازدارندګی لپاره ځواک او وسلې امر کړی دی، او موږ مکلف یو چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړو، نه د هغو کسانو چې د الله او د هغه د رسول له هدایت نه سرغړونه کوي.
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلّاَ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَ أَتُوبُ إِلَيْكَ
والسلام علیکم و رحمه الله و برکاته